
د اکرم عثمان د ادبی جایزې څلورمه سېالی
په ځانګړی ډول د لنډ کیسو لپاره
د فردا کلوب د ارواښاد ډاکټر صاحب اکرم عثمان د عالی ادبی هستونو او خدمتونو په خاطرد اکرم عثمان د ادبی جایزې د راتلونکی کال څلورمه سېالی اعلانوی .
د دغې ادبی ، په ځانګړې ډول داستانی جایزې موخه د داستان لیکنې په ډګر کی د افغانستان د نویو او تکړه څېرو میندل او پیژندنه جوړوی. د اکرم عثمان د ادبی جایزې مدیریت ټولو داستان لیکونکو ته په هیواد کی دننه او له هیواده بهر بلنه ور کوی، چی د خپلو دووغوره داستانونو د را لېږلو له لاری په دغه ادبی جایزه کی ګډون و کړی . د دغې ادبی جایزې صلاحیت لرونکی ډله به درېیوغوره شوو داستانونو ته د ( اکرم عثمان) ادبی جایزه ورکړی. په جایزې برسېره به دا د جایزې ګټونکی داستانونه سو یدنی ژبې ته هم وژباړل شی او له اصلی ژبې سره یو ځای به په یوه ځانګړی کتاب کې له چاپ نه هم راووځی
د جاېزې د ګډون شرایط :
۱. ستاسی لیکلی داستانی (کیسه ایز) آثار باید د ۲۰۲۳ کال د دسمبر له ۵ څخه د ۲۰۲۴ کال د جنوری تر ٣۱ نېټې پوری د ادبی جایزې ادارې ته را و رسېږی .
۲. د سیالۍ لپاره دې لیکوال یواځی دوه داستانونه په فارسی (دری) او یا پښتو ژبو راولیږی .
۳. ټول اثار باید په word کې لیکل شوی وی او دغه بریښنالیک Literaryfestival@farda.se ته دې راواستول شی
اثار دې په فایل کې د برېښنالیک (attachment) ضمیمه شی او دا سرلیک دې ورته غوره شی : ( د اکرم عثمان د ادبی جایزې څلورمه سیالی )
۴. د اثر د څښتن پوره مشخصات ( نوم، تخلص، د زېږېدو نېټه، د زېږېدو ځای، د اوسېدو اوسنی ځای، د تحصیلاتو کچه، د چاپی اثارو شمیر او سرلیکونه، د اثر نوم، د پستې نښانی، د تلیفون شمېره) دې په یوه ځانګړې پاڼه کې، د ټیپ شوو آثارو سره یو ځای را ولېږی .
وخت: شنبه ۱۵ / ۲ / ۱۴۰۳ ـ May 4 , 2024
مکان: استکهلم ـ سویدن
فردا کلتوری کلب په سویډن کې ـ د سویدن کلتور رود د ادارې په همکارۍ
Your point of view caught my eye and was very interesting. Thanks. I have a question for you.
I don’t think the title of your article matches the content lol. Just kidding, mainly because I had some doubts after reading the article.
Thank you for your sharing. I am worried that I lack creative ideas. It is your article that makes me full of hope. Thank you. But, I have a question, can you help me?