![](https://literaryfestival.farda.se/wp-content/uploads/2022/04/آقای-فاروق-فردا.jpg)
د اکرم عثمان دوهم ادبی فسټیوال کې د پښتو برخې د داورانو پلاوی پیژندنه
فاروق فردا، سږکال د اکرم عثمان ادبی فسټیوال په دویم دور کې د داورانو پلاوی غړی ده.
د فاروق فردا پیژندګلوی
فاروق فردا د ننګرهار ولایت دبهسودو په سیمه کې زېږېدلی دی،پلار یې مرحوم حاجی تورګل نومېده چې له پلار پلاره بزګر تېر شوی دی. ده دکابل پوهنتون د علومو په پوهنځی کې یې د ریاضی او فزیک په څانګه کې دپلوم واخیست . ورپسې یې د اجتماعی علومو په انستیوت کې د تاریخ او ژورنالیزم په څانګه کې د ماستری تر کچی تحصیل وکړ او دهمهغه دپارتمنت علمی کادر او استاد پاتې شو.
لا د پوهنتون محصل وو چې د درفش جوانان په اووه نیزه کښې لومړی خبریال او بیا د تحریر د هیات غړی شو . ورپسې د پیشاهنګ د مجلی د مسوول مدیر مرستیال شو.په ۱۳۶۳ کال کې د ځوانو لیکوال انجمن ته لاړ او د هغه انجمن د بنسټ ایشودلو کنګره یې جوړه کړه. څو میاشتې وروسته ددې انجمن رسمی مرستیال شو او د هیواد په مرکز او ولایاتو کې یې ۶۰۰ ادبی انجمنونه او سلګونه ادبی غونډې یې جوړ کړ .ددغو انجمنونو دجوړېدو د یوې برخې په چارو کښې د مرحومې حمیرا نګهت دستګیر زاده زحمتونه د قدر او یادولو وړ ده۔
فاروق فردا مخکې تر دې چې د غربت او مهاجرت په لومو کښې را ګیر شی لاندې دیوانی او ټولنیز کارونه یې کړی دی.
—————
پر یاد وظایفو سربېره د «پیام »د ورڅپانې د پوهې او فرهنګ د ځانګې مشر ,د«اخبار هفته» د خپرونې مسوول سکرتر وو, دټولنیزو علومو په انستیتوت کې د تاریخ او ژورنالیزم په دیپارتمنتونو کې استاد, دافغانستان د لیکوالو د انجمن او ژور نالیستانو د اتحادیو دمرکزی شورا ګانو غړی ,
دافغانستان دمخدره موادو سره دمبارزی د عالی کمیټې غړی وو , دافغانستان د فرهنګ د عالی شورا غړی وه, دافغان -ویتنام د دوستۍ د ټولنې د رییسه هیات غړی , دافغانستان دملی جبهې د مرکزی شورا او د هغه شورا د اجراییه هیات غړی وو, دملی جبهې د اوونیزی (ملی جبهه) دخپروونې مسوول مدیر وه او د جبهې د تبلیغ او ترویج د څانګې عمومی رییس وو , د ۱۳۶۸ کال د لویی جرگی غړی وو, دفرهنګ په برخه کې دافغانستان د ځوانانو د اتحادیی د عمومی رییس مرستیال وه.
د هیواد دغه لیکوال او شاعر ، په اویایمو کلونو کې د کابل د ترینګولو حالاتو له سببه اړ شو او له وطنه بهر ووت. څو کاله یې په روسیه کښې ژوند و کړ خو په وروستیو کلونو کښې د افغانستان پر وړاندې د روسیې د سیاست سره کلک مخالفت وښود او هغه یې د افغانستان په چارو کښې صریحه مداخله او د افغانستان پر سر معامله وبلله , د همدغه غبرګون له امله اړ شو چې له هغه هېواده ووځی.دی اوس د خپلې کورنۍ سره په انګلیستان کښې اوسېږی.
دی په دری او پښتو ژبو مسلط ادبی لیکوال، سیاسی شنونکی او دمدیریت د پخو تجربو درلودونکی دی. ده افغانی ټولنې ته پر عملی خدمتونو سر بېره زیاد ادبی او سیاسی آثار هم لیکلی دی چې یو شمېر یې چاپ شوی او یو شمېر یې ناچاپ دی.
۱-دګلپاڼو پرخې شعری مجموعه
۲-سېوری شعری مجموعه
۳-زه د ځنګله ،دسین او غر ملګری شعری مجموعه
۴-آنکه در پای ګل خورشید خوابید (اوچرک) .
۵-بازتاب اندیشه های مترقی در ادبیات معاصر افغانستان .
۶-دماشومانو یادداشتونه فارسی او پښتو.
۷-په ډېرو ګډو مجموعو کې د نورو شاعرانو سره د فاروق فردا شعرونه.
۸- د الفت سل خبرې.
۹- زندګی ،تلاش و مبارزه ی من، د خان عبدالغفار خان د زما ژوند او جد و جهد فارسی ژباړه.
۱۰- د خان عبدالغفار خان لنډې ویناوې.پښتو او دری.
ــــــــــــــــ
نا چاپ آثار
ـــــــــــــــ
۱-آشنا لیک په پښتو شعر کې رومان.چې په ۷۰۰ مخونو کې چاپ ته تیار دی.
۲-دلیکوال لور ،له روسی ژبې ځخه پښتو ته ژباړل شوی فرانسوی ناول.
۳-په شعر کې د عینی او ذهنی انځور مساله .
۴-ته زما هیره نه یې، د شعرونو محموعه.
۵- افغانستان د هېواد له یو شمېر سیاسیونو سره دمرکو مجموعه.
۶-دختر نویسنده، له روسی ژبې ځخه د یوه فرانسوی ناول ژباره فارسی-دری.
۷- ژمنی خوب ، ناول ژباړه
۸-خواب زمستانی ترجمه
۹- با یک روز فردایی( د فردا د خاطراتو مجموعه)
۱۰-لنډکی شعرونه (دیوایزو،دوه ایزو،درې ایزو او څلوریزو مجموعه).
۱۱- د غزلونو دوی مجموعې
۱۲- دسیاسی مقالو مجموعه.
۱۳- ادبې لیکنې.