درنو دوستانو،
دخوښۍ ځای دی چې دفردا ادبی او فرهنګی مرکزسږکال بیا دافغانی ادبیاتو په ځانګړی ډول داستانی ادبیاتودوهم فستیوال رابللی دی. ددداستانی ادبیاتو د یووتلی او مخکښ لیکوال مرحوم ډاکتراکرم عثمان په نوم ددغه ځانګړی او مهم جشن نومول دا فستیوال لا ارزښتمن او مهم کرځولی دى .
خداى بخښلى اکرم عثمان ددری معاصرداستان په وده او پرمختګ کې د پام وړځای لری ، پخپل وخت کې یو له ډیرولوستونکو افغانی لیکوالوځنې و. دهغه کیسې زموږد تاریخ هنداره ده ، زموږد ویاړلی ملت غږدی . کیسې ېې نه یوازې دداستانی ادبیاتو دډیری مینه والوهنری تنده خړوبوی ، دده ګڼوکیسو افغانی سینما ته هم لارمیندلې اود هغه له کیسو جوړفلمونه دافغانی سینما په زړه پورې فلمونه دی. دکیسه لیکنی په خوا کې دهغه لاهوتی اواز چې کیسې به یې دیکلمه کولې دکیسو دفرهنگ په لاغوړیدا کې اغیزمن واقع شو .
داسې ادبی فستیوالونه که زموږد ادبیاتودوتلوڅیرویادتازه ساتی، نمانځنه او درناوی ېې کیږی. ددې ترڅنګ نورې ګڼې ښیګڼې هم لری :
اول : دافغان لیکوالو دلیدلو اویوبل له بل سره د پوره پیژندلوپه یو ښه فرصت اوړی.
دوهم : په دغوفستیوالونوکې دافغانی ادبیاتودودې او غوړیدا طرحې او نظریات تبادله کیږی.
دریم: داسې فستیوالونه د ځوانواستعدانو کشف ، روزنې او هڅونې ته لارپرانیزی.
څلورم : د بهرمیشتوافغان لیکوالوترمنځ د کډوالی ادب دپنځونې ګڼې تجربې شریکیږی.
پینځم : داسې فستیوالونه دهیواد دننه او له هیواده وتلو لیکوالوترمنځ پل ګرځی.
له ښه مرغه ویاړم چې سږکال زه هم ددغه ارزښتمن فستیوال دغوروای ډلګۍ غړی یم ، د غوراوی کمیټې غړوهریو وتلې لیکوالې شریفه شهلا شریف ، پیژندل شوی شاعراو لیکوال فاروق فردا او ما په ګډه هغه ۲۵لنډ داستانونه په غوروکتل چې د فستیوال د انتخاب کمیټې درنو غړوهریو وتلی لیکوال او شاعرعلم ګل سحراوتکړه لیکوال وفا سمندرفستیوال ته درارسیدلوداستانونو له منځه په ګډه چا ڼ اوموږته را استولی وو. موږپه ګډه د څوپرله پسې مجازی غونډوپه لړکې دهغو له منځ نه درې داستانونه په ترتیب سره د اول ،دوهم او دریم مقام دجایزې لپاره وړوبلل.
سږنی فستیوال پښتو برخې ته ټول ټال ۴۵لنډداستانونه ۲۴لیکوالورااستولی و. ددغو۴۵له منځه دفستیوال دانتخاب کمیټې ۲۴داستانونه له پوره غور وروسته چا ڼ اوموږته راولیږل.
دجایزې لپاره دداستانونوپه غوروای کې موږهریوله پوره غورکارواخیست. هرداستان مو څوځل ولوست ، دهغه دلیکنې فورم او محتوا دواړه مو په پام کې ونیول ، دداستان دموضوع نوی والی، پیغام ، ژبه ، دنثرروان والی، کرکترکښنه ، داستانی فضا اونورټول داستانی عنا صرزموږپه ارزیابۍ اوارزونه کې دپام وړځای درلود.
د انتخاب کمیټې ملګروپه لنډه فاصله کې په لومړی وار ۹ او په دویم وارپاتې نور داستانونه دجایزې د غوراوی لپاره راولیږل ، په دې برسیره دفستیوال ادارې وروستی ځل څونورداستانونه هم راوستول ، موږهریوټول چاڼ شوی داستانونه په غوراودقت ولوستل، او په وخت او زمان مو د خپلولوستلواو دوړکیسوپه باب خپلې تجربې یوله بل سره شریکې کړې .
په وروستی غونډه کې موږ هریو هغه کیسې یو دبل په وړاندې کیښودې چې د هریوله نظره ترټولو غوره او دجایزې وړوې. له ښه مرغه موږټولودیوڅوکیسوپرته دوړکیسوپه برخه کې واحدنظردرلود ـ ځکه خو مود جایزولپاره دوړکیسوپه غوروای کې ستونزه نه درلوده.
دکیسوچاڼ او دجایزې لپاره جوړمیکانیزم هم خورا مناسب و. موږته کیسې د لیکوال له نوم پرته د یو ټاکلی کود له مخې دکتنې لپاره راتلې او بیا مو لوستلی دی. دهغه له مخې ګرانه وه چې چا دې دداستان لیکوال پیژندلی وای .